کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

محسن نقوي: د اسلام‌اباد د خونړي برید اصلي طراح افغان دی

خبرياله: نازو عمري  د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د اسلام‌اباد د وړمې ورځې د خونړي برید په تړاو یې څلور تنه نیولي دي، چې د دوی په وینا یو افغان وګړی هم پکې شامل دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، نیول شوی افغان د یاد برید اصلي طراح بلل کېږي او امنیتي ځواکونو د پلټنو په لړ کې ورسره درې نور مشکوک…

2026-02-07 22:34 100۱ دقیقې لوستل
محسن نقوي: د اسلام‌اباد د خونړي برید اصلي طراح افغان دی

خبرياله: نازو عمري 

د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د اسلام‌اباد د وړمې ورځې د خونړي برید په تړاو یې څلور تنه نیولي دي، چې د دوی په وینا یو افغان وګړی هم پکې شامل دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، نیول شوی افغان د یاد برید اصلي طراح بلل کېږي او امنیتي ځواکونو د پلټنو په لړ کې ورسره درې نور مشکوک کسان هم نیولي دي.

دا برید د جمعې په ورځ د اسلام‌اباد ترلايي سیمې کې د شیعه ګانو پر جومات کې ترسره شو، چې پکې لږ تر لږه ۳۲ کسان ووژل شول او ١٧٠ نور ټپیان شول.

داعش ډلې د یاد خونړي برید مسوولیت ومانه.

د یادونې وړ ده، چې له برید څو ساعته وروسته پاکستان پر افغان حکومت تور پورې کړ چې دا برید له کابله پلان شوی؛ خو ا.ا.ا یې دا ادعا رد کړه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب