کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

محمد یونس نن د بنګله‌دېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه لوړه کوي

  د بنګله‌دېش هېواد د رسنیو د خبر له مخې، مخکنی لوړپوړی مشر او د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس به د پنجشنبې په ماښام ناوخته د لنډمهالي حکومت د ادارې له لسګونو نورو غړو سره یو ځای لوړه وکړي. د پوځ مشر جنرال وقارالزمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبري غونډه کې ویلي چې پوځ د نظم د بیارغولو په برخه کې له محمد ی…

2024-08-08 00:46 143۱ دقیقې لوستل
محمد یونس نن د بنګله‌دېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه لوړه کوي

 

د بنګله‌دېش هېواد د رسنیو د خبر له مخې، مخکنی لوړپوړی مشر او د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس به د پنجشنبې په ماښام ناوخته د لنډمهالي حکومت د ادارې له لسګونو نورو غړو سره یو ځای لوړه وکړي.

د پوځ مشر جنرال وقارالزمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبري غونډه کې ویلي چې پوځ د نظم د بیارغولو په برخه کې له محمد یونس څخه خپل ملاتړ کړی دی.

84 کلن محمدیونس ویلي، په دې لنډمهالې دوره کې له مرستې پرته بله کومه سیاسي هیله نه‌لري.

 یونس د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: «زه له ټولو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې ارامه اوسئ او له هر ډول تاوتریخوالي ډډه وکړئ.»

محمد یونس په ۱۹۴۰ کال کې په بنګله‌دېش کې زېږیدلی او د ادارې او تجارت په برخه کې یې تر دوکتورا پورې لوړې زده‌کړې کړې دي.
هغه تر  دې مهاله څلور نړیوالې جایزې ګټلې دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب