کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

محمود عباس د فلسطین په ملاتړ د سعودي دريځ ستايلی

کابل (کوه نور، ۱۰ مېزان ۱۴۰۴): د فلسطین د خپلواکو تشکیلاتو مشر، محمود عباس د سعودي غربستان د مشرانو له هغو دریځونو مننه کړې، چې د فلسطیني ملت د حقونو ملاتړ کوي او د غزې د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي. عباس پرون ویلي، چې د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض ملاتړ د فلسطیني ځمکو د الحاق د بهیر له درولو او د اسراییلو له «…

2025-10-01 22:11 99۲ دقیقې لوستل
محمود عباس د فلسطین په ملاتړ د سعودي دريځ ستايلی

کابل (کوه نور، ۱۰ مېزان ۱۴۰۴): د فلسطین د خپلواکو تشکیلاتو مشر، محمود عباس د سعودي غربستان د مشرانو له هغو دریځونو مننه کړې، چې د فلسطیني ملت د حقونو ملاتړ کوي او د غزې د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي.

عباس پرون ویلي، چې د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض ملاتړ د فلسطیني ځمکو د الحاق د بهیر له درولو او د اسراییلو له «پراختیایي سیاستونو» سره له مقابلې څخه، چې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو لپاره ترسره کېږي، د سعودي همغږي د فلسطیني ولس له آرمانونو سره ښيي.

هغه د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان هغه څرګندونې هم ستایلې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هڅو څخه یې د غزې د جګړې د درولو او د لوېدیځې غاړې د الحاق د مخالفت هرکلی کړی و.

د فلسطین د خپلواکو تشکیلاتو مشر ټینګار کړی، چې دا دریځونه د سعودي د نړۍوالې ټولنې له هڅو سره یو ځای کېدل ښيې؛ ترڅو جګړه ختمه او په سیمه کې سوله ټینګه شي.

په همدې حال کې د سعودي وزیرانو شورا، چې د دغه هېواد د ولی‌عهد محمد بن سلمان په مشرۍ جوړه شوې، ټینګار کړی، چې ریاض له امریکا سره د یوې هراړخیزې هوکړې لپاره چمتو دی؛ ترڅو د غزې جګړه پای ته ورسېږي، د اسراییلو ځواکونه ووځي او بېړنۍ بشري مرستې ولېږل شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب