کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مراکش کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۹ تنه وژل شوي

د مراکش سواحلو ته نږدې د کډوالو يوه کښتۍ چې له لويديځې افريقا د اسپانیا کاناري ټاپو ګانو ته پر لار وه، ډوبه شوې ده. د مالي بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه کښتۍ کې اتيا تنه سپاره وو چې يواځې يوولس تنه ژغورل شوي دي. دغه کښتۍ له افريقا څخه د اروپا په لوري له مرګوني مسير څخه د تېرېدو په حال کې وه. د راپورنو له مخې، د روان زيږد…

2024-12-28 02:41 78۱ دقیقې لوستل
مراکش کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۹ تنه وژل شوي

د مراکش سواحلو ته نږدې د کډوالو يوه کښتۍ چې له لويديځې افريقا د اسپانیا کاناري ټاپو ګانو ته پر لار وه، ډوبه شوې ده.

د مالي بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه کښتۍ کې اتيا تنه سپاره وو چې يواځې يوولس تنه ژغورل شوي دي.

دغه کښتۍ له افريقا څخه د اروپا په لوري له مرګوني مسير څخه د تېرېدو په حال کې وه.

د راپورنو له مخې، د روان زيږديز کال لومړيو پنځه مياشتو کې له افريقا څخه اروپا ته د رسېدو په تکل ۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا لومړی ځل ندی چې د کاناري ټاپو ګانو ته د رسېدو په هوډ دغه کډوال وژل کيږي، بلکې له دې وړاندې هم سلګونه تنه د انتلاتيک سمندر پر مسير وژل شوي دي.

بايد ياده شي چې څه موده وړاندې يونان کې د يوې کښتۍ ډوبېدو له امله اته تنه افغان کډوال وژل شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب