د سپتمبر ۸مه د جمعې ورځ ناوخته یوې زورورې زلزلې د مراکش لوی اطلس غرونه ولړزول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې زلزلې له امله ۱۳۰۰ کسان مړه او او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
دې زلزلې زیات شمېر ودانۍ ویجاړې او د لویو ښارونو اوسېدونکي یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د متحده ایالاتو د جیولوژیکې سروې ادارې د معلوماتو له مخې زلزله تقریباً ۱۸.۵ کیلو مټره ژوروه وه او مرکز یې د مراکش ښار څخه ۷۱کیلو مټره لیرې جنوب لویدیځ خوا کې و.
مراکشي رسنۍ وايي، چې د دې هیواد په تاریخ کې دومره قوي زلزله ننه وه شوې. د زلزلې ټکانونه په ګاونډي هیواد الجزایر کې هماحساس شویدي خو چارواکو هلته ویلي چې چا ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.
پدې هیواد کې په ۲۰۰۴ کال کې هم یوه زلزله شوې وه چې ۶۲۸ کسان پکې مړه او ۹۲۶ نور ژوبل شوي و.
دا زلزله د مراکش په شمال ختیځ کې شوې وه.




