کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مريم نواز: سېلاب ځپلي د خدای مېلمانه دي، مرستې ورسره کوم

د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز ويلي، سېلاب ځپلي د دې لپاره د خدای مېلمانه دي او مرستې به ورسره وکړي.هغې دغه سېلاب د پاکستان د تاريخ خونړی سېلاب بللی او ويلي يې دي چې دوه نيم ميليونه وګړي يې له سېلاب وړاندې، سلګونه زره سېلاب کې بند کسان او او له دوه ميليونو ډېر څاروي يې هم خوندي ځايونو ته لېږدولي دي‌‌.نوموړي ويل…

2025-09-22 06:35 241۱ دقیقې لوستل
مريم نواز: سېلاب ځپلي د خدای مېلمانه دي، مرستې ورسره کوم

د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز ويلي، سېلاب ځپلي د دې لپاره د خدای مېلمانه دي او مرستې به ورسره وکړي.
هغې دغه سېلاب د پاکستان د تاريخ خونړی سېلاب بللی او ويلي يې دي چې دوه نيم ميليونه وګړي يې له سېلاب وړاندې، سلګونه زره سېلاب کې بند کسان او او له دوه ميليونو ډېر څاروي يې هم خوندي ځايونو ته لېږدولي دي‌‌.
نوموړي ويلي، د پنجاب ايالتي حکومت به له هر هغه سېلاب ځپلي سره چې ځمکې يې اوبو لاندې کړي، د هر جريب په سر ۴۰ زره روپۍ ورکړي.
مريم زياته کړې هغه کسان چې کورونه يې هم بشپړ ډول ويجاړ شوي، يو ميليون کلدارې، او که د چا خام کور نړېدلی وي، نو پنځه لکه روپۍ به ورکول کيږي.
هغې همداراز ويلي، د يوې مېښې په سر چې سېلاب وړې وي، پنځه لکه روپۍ، او د پسه/ وزې په سر به پنځوس زره روپۍ ورکول کيږي.
نواز زياته کړې، د «زما کور» پروګرام له لارې به سېلاب ځپليو ته ۸۰ زره کورونه هم جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې خيبر پښتونخوا کې سېلابونه لسګونه کسان مړه، لسګونه زره زيانمن، کروندې او کورونه ويجاړ کړل، خو لا هم کافي مرستې نه دي شوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب