کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مسقط او مسکو: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې باید دوام ولري

خبرياله: نازو عمري  مسقط او مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر سرګي لاوروف له خپل عماني سیال بدر السعیدي سره په ټیلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د دوام اړتیا مهمه بللې ده. دواړو لورو ټینګا…

2026-02-09 03:59 75۱ دقیقې لوستل
مسقط او مسکو: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې باید دوام ولري

خبرياله: نازو عمري 

مسقط او مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر سرګي لاوروف له خپل عماني سیال بدر السعیدي سره په ټیلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د دوام اړتیا مهمه بللې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې د سیمې د ثبات د تامین او د پوځي شخړو د مخنیوي لپاره دا خبرې اترې اغېزناکې دي.

د ایران د اټومي لانجې د حل په موخه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو تېره جمعه، د فبرورۍ په شپږمه، د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب