کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مقدم: له امریکا سره ناندرۍ به تر هغه دوام وکړي، څو چې سمندري محاصره پای ته نه وي رسیدلې

په پاکستان کې د ایران سفیر، رضا امیري مقدم ویلي، چې له امریکا سره به اختلافات تر هغه وخته دوام ولري، تر څو چې سمندري کلابندي پای ته نه وي رسیدلې. مقدم امریکا ته په نغوتې زیاته کړې: «تاسو نشئ کولی له نړیوالو قوانینو سرغړونې ته دوام ورکړئ، کلابندي نوره هم زیاته کړئ، ایران ته د نورو جنګي جرمونو ګواښ وکړئ، پر خپلو غی…

2026-04-19 23:07 91۱ دقیقې لوستل
مقدم: له امریکا سره ناندرۍ به تر هغه دوام وکړي، څو چې سمندري محاصره پای ته نه وي رسیدلې

په پاکستان کې د ایران سفیر، رضا امیري مقدم ویلي، چې له امریکا سره به اختلافات تر هغه وخته دوام ولري، تر څو چې سمندري کلابندي پای ته نه وي رسیدلې.

مقدم امریکا ته په نغوتې زیاته کړې: «تاسو نشئ کولی له نړیوالو قوانینو سرغړونې ته دوام ورکړئ، کلابندي نوره هم زیاته کړئ، ایران ته د نورو جنګي جرمونو ګواښ وکړئ، پر خپلو غیر منطقي غوښتنو ټینګار وکړئ او په غیر ضروري څرګندونو کې تر نورو مخکې شئ؛ خو بیا هم د ډیپلوماسۍ د تعقیب ادعا وکړئ.»

بلخوا امریکا ویلي، چې نن به یې د دویم پړاو مذاکراتو لپاره پلاوی اسلام‌اباد ته لاړ شي.

هممهاله ایران بیا ویلي، چې په یادو مذاکراتو کې د ګډون لپاره کوم پلان نه لري.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب