کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور کړې

 د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغه ریاست د مشر په مشري نن د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۳۳ پروژې د منظوري لپاره وراندې‌ شوې وې، چې له جملی يې د ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور او ۷ تعديل شوي دي. د دغه معاونیت د معلوماتو له مخې، په منظور شویو او تعديل شويو پروژو کې د کا…

2026-01-27 09:31 130۲ دقیقې لوستل
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور کړې

 د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغه ریاست د مشر په مشري نن د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۳۳ پروژې د منظوري لپاره وراندې‌ شوې وې، چې له جملی يې د ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور او ۷ تعديل شوي دي.

د دغه معاونیت د معلوماتو له مخې، په منظور شویو او تعديل شويو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخيستل، له ګرديز څخه تر خوست د عمومي سرک بیا رغونه، د غزني او فراه امنیه قومانداني لپاره د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهيم بند د اوبو لګولو د تفصيلي ډیزاین او امکان سنجي مطالعات، د سرپل ولايت د سانچارک، سوزما قلع او ګوسفندي ولسواليو ته د برېښنا رسول، د کندز ولایت په قلعه ذال، د هلمند په ګرشک، د پروان په شینوارو، د فراه په چمن، ډ خوست په لکڼ، د تخار په ورسج، د کاپيسا په اله‌سای، د کابل په شکردرې او د بدخشان د درایم ولسوالي کې د عمومي روغتونونو جوړول او ځينو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي.

دغه معاونیت زياتوي، يادې پروژې د حکومت له بوديجې څخه تمویلیږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب