کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګرو ملتونو ته د ایران لیک؛ ټرمپ دې له مونږ لاس واخلي

خبریاله: نازو عمري په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیرسعید ایرواني د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته یو بېړنی لیک استولی او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستي ګواښونه یې د ایران په کورنیو چارو کې ښکاره لاس‌وهنه بللې ده. ایراني استازي ویلي: "دا ډول څرګندونې د ایران د خلکو د ملاتړ تر نوم لاندې، د فشار او م…

2026-01-03 03:23 189۱ دقیقې لوستل
ملګرو ملتونو ته د ایران لیک؛ ټرمپ دې له مونږ لاس واخلي

خبریاله: نازو عمري

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیرسعید ایرواني د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته یو بېړنی لیک استولی او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستي ګواښونه یې د ایران په کورنیو چارو کې ښکاره لاس‌وهنه بللې ده.

ایراني استازي ویلي: "دا ډول څرګندونې د ایران د خلکو د ملاتړ تر نوم لاندې، د فشار او مداخلې دوامداره تګلاره ده."

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې استازې مای ساتو هم په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د ۸ کسانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې د خلکو د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او له زور زیاتي ډډه وکړي.

 تردې وړاندې ډونلډ ټرمپ ایراني  چارواکو ته خبرداری ورکړی وو چې که د سوله‌ییزو لاریونوالو پر ضد تاوتریخوالی وشي، واشنګټن به د هغوی د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب