خبرياله: نازو عمري
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی، چې دا نړیوال سازمان د سخت مالي کړکېچ او “نږدې مالي سقوط” له خطر سره مخامخ دی.
د هغه په وینا، د غړو هېوادونو له لوري د ټاکل شوو مالي ونډو نه ورکول د سازمان پر بودیجه منفي اغېز کړی دی.
ګوتېرېش ویلي، روان مالي بحران ورځ بلې ته د ژورېدو په حال کې دی او دا حالت د ملګرو ملتونو د پروګرامونو پلي کېدل له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې امکان شته چې تر راتلونکې جولایۍ میاشتې پورې د سازمان نغدې پیسې ختمې شي.
ګوتېرش د ۱۹۳ غړو هېوادونو ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې خپلې پاتې مالي ونډې ژر تر ژره ادا کړي او یا دې د مالي سیستم د اصلاح لپاره ګډ اقدام وکړي، څو د احتمالي سقوط مخه ونیول شي.
د دې حالت خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي، د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر تمویل کوونکي هېواد امريکا، د دې سازمان د عادي او د سولې ساتنې بودیجې ته له ونډې ورکولو ډډه وکړه او له ځینو ادارو ووت.
امریکا دا پرېکړه د “مالیه ورکوونکو د پیسو د ضایع کېدو” په نوم توجیه کړې ده.




