ڪابل (کوه نور، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن پنج شنبه په خپل راپور کې ویلي، چې د سوډان په دارفور سیمه کې د اپرېل په میاشت کې هغه مهال تر ۱۰۰۰ زیات ملکیان ووژل شول، کله چې د سوډان یوې نیمهپوځي ډلې «سریع ملاتړ ځواکونه» د قحطۍ ځپليو بېځایه شویو کسانو کمپ ونیو.
راپور زیاتوي، دې پېښه کې شاوخوا درېیمه برخه وژل شوي کسان پرته له محکمې په مستقیم ډول اعدام شوي دي.
د ملګرو ملتونو پر وینا، له برید مخکې څو میاشتې دغې ډلې د زمزمه کمپ ته، چې نږدې نیم میلیون کوربه بېځایه شوي کسان پکې اوسېدل، د خوړو او نورو مرستو د رسېدو مخه نیولې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویاند سیف مګانګو ویلي، دې پېښه کې بېمحکمې اعدامونه، ډلهيیزې وژنې، جنسي تېري، د بشرپالو کارکوونکو برید، غلاوې، تښتونې او جبري بېځایه کېدل شامل وو.
له بریده ژوندي پاتې شويو کسانو ویلي، چې هلته پراخ قتلونه، جنسي تېري، شکنجې او تښتونې شوي او لږ تر لږه ۳۱۹ کسان یا خو په کمپ کې وژل شوي، یا د تېښتې په هڅه کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو مشر فولکر تورک د دې ۱۸ مخیز راپور له خپرېدو سره ویلي، د ملکیانو یا هغو کسانو چې نور جګړه نشي کولی، قصدي وژنه، ممکن د جنګي جنایت (قتل) تر کچې پورې وي.




