کابل (کوه نور ۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستاني پوځ لخوا پر افغان خاوره د تېري کولو په غبرګون ویلي، دا کار یو غیر انساني، غیر اسلامي او د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی.
نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه د پاکستان یاد بریدونه، چې په کنړ، خوست او پکتیکا کې ترسره او پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه غندلي او زیاته کړې یې ده، چې پاکستانی حکومت به داسې حال ته رسېږي، چې پایله به یې ټوله نړۍ په یاد ولري.
پښتین زیاته کړې، پاکستان پر افغانانو ظلم او کوي له تېرو ۵۰ کلونو راپه دېخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او بیا هیله هم کوي، چې افغانان دې له دوی سره مینه او دوی ته باید احترام ولري.
هغه زیاته کړې، پاکستانی پوځ کوزه پښتونخوا کې د بې ګنا ښځو او ماشومانو د وژلو ترڅنګ په بر وطن کې هم د بې ګنا پښتنو "ښځو او ماشومانو" د وژلو لړۍ پیل کړې ده.
منظور احمد پښتین لیکلي، پاکستان ترهګري یوه پلمه بولي؛ خو په اصل کې دوی ته د نورو لخوا د پښتنو وژل او له منځه وړل یوه دنده ورکول شوې ده.
هغه په وروستیو کې لیکلي، پاکستان د لوبې پیل کې قرار لري او دا لوبه به د پاکستان د حکومت د طمعې خلاف پای ته ورسېږي.




