خبریاله: نازو عمري
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د پای په مناسبت خپل پیغام کې ویلي ،چې دا کال د پښتنو لپاره له درد، ویر او تاوتریخوالي ډک و.
نوموړي په خپل پیغام کې په پښتونخوا کې د چاودنو، پوځي عملیاتو، د وسلهوالو فعالیتونو، هدفي وژنو، د غورځنګ غړو نیونو، د افغان کډوالو په زور اېستلو او په افغانستان کې د هوايي بمباریو یادونه کړې ده.
ښاغلي پښتین د دغو ټولو ستونزو ذمهواري د پاکستان پر حکومت اچولې او ویلي یې دي ، چې د دغه هېواد "ظالمانه تګلارې" پر پښتنو د کړاوونو سبب شوې دي.
نوموړي ۲۰۲۵ کال د پیټياېم لپاره هم تر ټولو سخت بللی، چې پکې یې ګڼ غړي وژل شوي، نیول شوي او یالا درکه شوي دي.
پښتین دغه راز ټينګار کړی چې، د فشارونو او تاوتریخوالي سربېره یې، د غورځنګ غړو خپلې مبارزې ته دوام ورکړی او د پوځ یا ریاست د فشارونو پر وړاندې یې غاړه نه ده ایښې.
د پاکستان دولت تر اوسه د نوموړي دې څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېرو کې یې د عملیاتو موخه "له ترهګرۍ سره مبارزه" یاده کړې ده.




