خبريال: صابر احمدزی
د امريکا د مرکزي قومنداني (سنټکام) مشر اډميرال برادکوپر د اسرايلو پلازمېنه تلابيب کې د دغه هېواد د پوځ له مشر ايال زمير سره ليدلي دي.
د (ټايمز اف اسرايل) د معلوماتو له مخې، د دغه ليدنې اصلي موخه له ايران د ګواښونو د مخنيوي او پر دغه هېواد د احتمالي برید په صورت کې ښه همغږي ښودل شوې ده.
له دغې ليدنې سره هممهاله د امريکا ستره الوتکې وړونکې (ابراهام لينکن) بېړۍ منځني ختيځ ته د رسېدو په حال کې ده.
د امريکا ولسمشر ټرمپ ويلي وو، دغه بېړۍ يې پر ايران د بريد موخه روانه کړې؛ خو هيله يې څرګنده کړې وه چې بريد ته اړتيا پېښه نشي.
هاخوا بيا اسرايل هم ويلي، چې پوځ يې د تيارسۍ په حالت کې دی.
همدې حال کې ايران بيا ويلي، د هېواد پر وړاندې يې هر ډول بريد د جګړې په معنا دی او ايران به له ځان په ډېره ښه توګه دفاع وکړي.
د يادونې وړ ده چې دغه هېواد بار - بار اسرا... او امريکا ته خبرداری ورکړی چې ايران جنګ نه غواړي؛ خو له ځان د دفاع وړتيا لري او دغه هېوادونه دې د ايران په اړه ناسمه محاسبه نه کوي.




