کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مورفي: امريکا به د ایران پر ضد په جګړه کې هېڅکله خپلو هدفونو ته ونه رسېږي

د امريکا د سنامجلس سناتور کریس مورفي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت د چارواکو له محرمانه معلوماتي غونډې وروسته حکومت پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې امريکا به د ایران پر ضد جګړه کې خپل هېڅ یو اعلان شوی هدف ترلاسه نه کړي. مورفي په وينا، د جګړې په هدفونو کې د ایران د اټومي وسلو د پروګرام له منځه وړل شامل نه دي؛ ځکه ټرمپ څو…

2026-03-11 04:12 163۱ دقیقې لوستل
مورفي: امريکا به د ایران پر ضد په جګړه کې هېڅکله خپلو هدفونو ته ونه رسېږي

د امريکا د سنامجلس سناتور کریس مورفي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت د چارواکو له محرمانه معلوماتي غونډې وروسته حکومت پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې امريکا به د ایران پر ضد جګړه کې خپل هېڅ یو اعلان شوی هدف ترلاسه نه کړي.

مورفي په وينا، د جګړې په هدفونو کې د ایران د اټومي وسلو د پروګرام له منځه وړل شامل نه دي؛ ځکه ټرمپ څو ځله ویلي چې دا یو اساسي هدف دی، خو موږ له مخکې پوهېدو چې هوايي بریدونه نشي کولی، چې د هغوی اټومي مواد له منځه یوسي.

هغه همدا راز ويلي، چې دا جګړه به دومره لویه تباهي او ناورین رامنځته کړي، چې پایلې به یې ډېرې منفي او خطرناکې وي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب