کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مکسیکو کې د ګازو ټانکر چاودنې له ۵۷ تنه ټپیان شوي

کابل (کوه نور، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴): د مکسیکو سوېل کې د ګازو د یوه ټانکر چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۷ تنه سوځېدلي او په دوی کې د ۱۹ هغو روغتیایې وضعیت خورا نازک ښودل شوی دی. د مکسیکو ښاروالې، "کلارا بروګادا" دغه چاودنه، چې د لوی سړک تر پُل لاندې رامنځته شوې وه، یوه "بیړنۍ پېښه" بللې او ویلي یې دي، چې یاده پېښه کې ۱۸ موټرونه س…

2025-09-10 22:46 152۲ دقیقې لوستل
مکسیکو کې د ګازو ټانکر چاودنې له ۵۷ تنه ټپیان شوي

کابل (کوه نور، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴): د مکسیکو سوېل کې د ګازو د یوه ټانکر چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۷ تنه سوځېدلي او په دوی کې د ۱۹ هغو روغتیایې وضعیت خورا نازک ښودل شوی دی.

د مکسیکو ښاروالې، "کلارا بروګادا" دغه چاودنه، چې د لوی سړک تر پُل لاندې رامنځته شوې وه، یوه "بیړنۍ پېښه" بللې او ویلي یې دي، چې یاده پېښه کې ۱۸ موټرونه سوځېدلي دي او د ټپیانو له ډلې ۱۹ کسان په نازک حالت کې دي.

 هغې زیاته کړې، تر اوسه هیڅوک د ټپونو له امله نه دي مړه شوي او ټپیان د ښار بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

بروګادا ویلي، څارنوالان د پېښې د علت مالومالومولو څېړنه کوي؛ خو داسې ښکاري، چې ټانکر د لوی سړک پر سر له چپه کېدو وروسته چاودنه کړې ده.

ورته مهال د مکسیکو د حکومت منشي، "سیزر کراویوتو" ویلي، چې اور یې په بشپړه توګه تر کابو لاندې راوستی دی.

په ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې چپه شوی د ګازو ټانکر د "سیلزا" په نوم د یوې انرژۍ د شرکت نښه لري؛ خو د دې شرکت یوه چارواکي له اسوشیټېډ پرېس سره د نوم نه ښودلو په شرط په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې دا موټر د دوی نه دی، ځکه دوی یواځې د شمالي مکسیکو په سیمو کې فعالیت کوي.

همدارنګه د دې شرکت مسوولانو د نورو جزئیاتو په اړه د برېښنالیک پوښتنې ته هم سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب