کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

میانمار کې د زلزلې د قربیانو شمېر له درې زرو اوښتي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې په میانمار کې د رښتر په کچه د ۷,۷ درجې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰۰ او ۸۵ ته رسېدلی، له ۴۷۰۰ ډېر کسان ټپیان او ۳۴۱ نور ورک دي. یاد اژانس همداراز لیکلي چې په میانمار کې خلکو د ۳۸ درجې سانتي ګریټ(۱۰۰ فارنهایټ)تودوخې لاندې په چاپېریال کې د ځان لپاره کمپونه جوړ کړي دي او ډېر شمېر یې خپل…

2025-04-03 02:22 93۲ دقیقې لوستل
میانمار کې د زلزلې د قربیانو شمېر له درې زرو اوښتي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې په میانمار کې د رښتر په کچه د ۷,۷ درجې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰۰ او ۸۵ ته رسېدلی، له ۴۷۰۰ ډېر کسان ټپیان او ۳۴۱ نور ورک دي.

یاد اژانس همداراز لیکلي چې په میانمار کې خلکو د ۳۸ درجې سانتي ګریټ(۱۰۰ فارنهایټ)تودوخې لاندې په چاپېریال کې د ځان لپاره کمپونه جوړ کړي دي او ډېر شمېر یې خپلو کورونو ته د بیرته ستنېدلو ویره لري چې له امله یې په موقتي سرپناوو او سرکونو کې ژوند کوي.

ددغه اژانس د راپور له مخې خراب اقلیمي بدلون او په ځانګړي ډول له راتلونکې یکشنبې-اپریل ۱۱ تاریخ پورې د سختو بارانونو اټکل ژغورونکو ډلو ته اندېښنې پیدا کړې دي. 

د نړۍوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي چې په سیمه کې زرګونه تنه ټپیان او ورک دي او خرابي هوا په سیمه کې د ژغورنې هڅې سختې کړي او د ناروغیو د خپرېدو ګواښ یې ډېر کړی دی.

په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان(WHO) خبر ورکړی چې په زیانمنو سیمو لکه ماندالای، ساګاینګ او ناپیداو کې د کولرا او نورو ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شوی دی.

یاد سازمان همداراز ویلي چې په یادو شوو سیمو کې د روغتیایې مرکزونو ویجاړېدلو روغتیایې خدمات رسول ستونزمن کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په میانمار کې تېره اوونۍ د رښتر په کچه ۷,۷ درجې زلزله رامنځته شوه چې زرګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب