نايجريايي چارواکي وايي، د دغه هېواد شمال کې د يوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه سل تنه چې ډېری يې ښځې وې، نادرکه دي.
اسوشټيډ پرېس د نايجريا د بېړنيو پېښو د اژانس د وياند ابراهيم ادو له قوله ويلي، پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې دغې کښتۍ د ياد هېواد کوګي ايالت څخه مسافر لېږدول.
چارواکي وايي، لا يې د پېښې ځای په سمه توګه نهدی په نښه کړی، خو هڅې يې روانې کړي دي.
که څه هم سرچينې د پېښې علت نهدی روښانه کړی، خو ځايي رسنۍ وايي، کښتۍ کې له حدا ډېر کسان ناست وو.




