د ناټو عمومي منشي مارک روته ویلي، چې د ګرینلنډ په څېر نورو نړیوالو مسایلو ته ډېر تمرکز باید د اوکراین موضوع څنډې ته نه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین ملاتړ د اروپا لپاره تر ټولو مهم او لومړنی امنیتي مسئولیت دی.
مارک روته دا څرګندونې د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال وکړې او ټینګار یې وکړ چې که اوکراین کمزوری شي، د اروپا ټول امنیت به له جدي ګواښ سره مخ شي.
هغه زیاته کړه چې ناټو غړي هېوادونه باید خپل سیاسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ له اوکراین سره پیاوړی وساتي او اجازه ورنه کړي چې نور نړیوال بحثونه دا جګړه له لومړیتوب ونه باسي.




