کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نایجریا کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۳۵ تنه مړه شوي

کابل (کوه نور ۳۰ ۱۴۰۴): د نایجیریا په شمال کې د نایجر ایالت په یوه سړک د تیلو یو ټانکر چپه شوی او چاودنه یې کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي. د دغه ایالت د FRSC مشرې عایشه سعدو ویلي، ټانکر له سړکه ښویېدلی، پترول ورڅخه توی او له ټکره لږ وروسته یې اور واخېست. د نایجیریا TVC نیوز راپور ورکړی، چې له چاودنې ژ…

2025-10-22 03:46 307۲ دقیقې لوستل
نایجریا کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۳۵ تنه مړه شوي

کابل (کوه نور ۳۰ ۱۴۰۴): د نایجیریا په شمال کې د نایجر ایالت په یوه سړک د تیلو یو ټانکر چپه شوی او چاودنه یې کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

د دغه ایالت د FRSC مشرې عایشه سعدو ویلي، ټانکر له سړکه ښویېدلی، پترول ورڅخه توی او له ټکره لږ وروسته یې اور واخېست.

د نایجیریا TVC نیوز راپور ورکړی، چې له چاودنې ژوندي پاتې خو سخت ژوبل کسان د درملنې لپاره د فدرالي طبي مرکز (Bida) ته انتقال شوي او پر وینا، یې، چې ډېر خلک له سختو سوځیدنو کړیږي.

د نایجر ایالت والي، محمد عمرو باګو، د کچا ولسوالۍ د عیسا سیمې خلکو ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې، چېرې چې دا چاودنه شوې.

هغه ویلي، دا پېښه د ډېرو انسانانو د ژوند د له‌لاس‌ورکولو سبب شوه او یو شمېر نور کسان یې ټپیان کړل.

د والي د مطبوعاتي دفتر مشر بولوجي ابراهیم، په بیان کې زیاته کړې، چې ګڼ شمېر کسان، له ټانکره د تېلو اخیستو لپاره ورغلي وو، کله، چې ټانکر چپه شو، چې له بده مرغه، چاودنه پکې وشوه.

په همدې حال کې د نایجر ایالت د ټانکر چلوونکو اتحادیې مشر، فاروق محمد کاوو، ویلي دا فاجعه "ویرجنه او د مخنیوي وړ وه."

نوموړي زیاته کړې، دې ټانکر له لاګوس نه شمال ته پترول وړل او یوازې د اکتوبر په میاشت کې شاوخوا ۳۰ ورته پېښې ثبت شوې دي، چې علت یې د سړک خراب حالت بلل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب