کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نایجریا کې سېلابونو ۱۱۵ تنه وژلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د نایجریا په شمال کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي. د الجزیرې شبکې د راپور له مخې دغه سېلابونه د تېرې چهارشنبې په ورځ د نایجریا په شمال موکوا ښار کې راوتلي و چې له له امله یې ۱۱۵ تنه مړه شوي او د ژغورنې ډلې لا هم د ق…

2025-05-30 20:50 19۲ دقیقې لوستل
نایجریا کې سېلابونو ۱۱۵ تنه وژلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د نایجریا په شمال کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې دغه سېلابونه د تېرې چهارشنبې په ورځ د نایجریا په شمال موکوا ښار کې راوتلي و چې له له امله یې ۱۱۵ تنه مړه شوي او د ژغورنې ډلې لا هم د قربانیانو په لټه کې دې.

د نېجر ایالت د بېړني حالت ادارې ویاند ابراهیم عودو حسیني ویلي چې تر اوسه مو د ۱۱۵ تنو جسدونه موندلي او ښایې د مړو شمېر له دې هم مخ پورته لاړ شي.

د الجزیرې یو خبریال احمد ادریس چې له سیمې یې راپور ورکاوه ویلي چې د یادې سیمې خلکو ته حکومت بیا بیا ویلي چې د سیند پر غاړه دې له کورونو جوړولو ډډه وکړي خو دوی بیا هم په هر باراني موسم کې پراخ تلفات ګوري.

ادریس ویلي دغه ډول پېښې هر کال د بېړنیو پېښو د ادارې د نه امادګۍ له امله رامنځته کېږي چې ګڼ شمېر خلک له بدلیدونکو شرایطو څخه نا خوښه دي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په نایجریا کې له تېرو څو لسیزو وروسته همدا ډول یوه مرګونې پېښه رامنځته شوه چې له امله یې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب