کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نتانیاهو راتلونکی اونۍ امریکا ته سفر کوي

  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترې غوښتنه کړې، څو په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري. د ټرمپ په وینا، ټاکل شوې دا لیدنه د ناټو د مشرانو له غونډې څخه تر راستنېدو وروسته، ښايي د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې ترسره شي. له دې وړاندې د نتانیاهو دفتر ویلي وو، چې نوموړي د جمعې په ورځ له ډ…

2026-07-06 06:02 435۱ دقیقې لوستل
نتانیاهو راتلونکی اونۍ امریکا ته سفر کوي

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترې غوښتنه کړې، څو په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.

د ټرمپ په وینا، ټاکل شوې دا لیدنه د ناټو د مشرانو له غونډې څخه تر راستنېدو وروسته، ښايي د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې ترسره شي.

له دې وړاندې د نتانیاهو دفتر ویلي وو، چې نوموړي د جمعې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړي او دواړو لورو هوکړه کړې، چې ډېر ژر به په امریکا کې سره وګوري.

د اسراییلي چارواکو په خبره، په دې لیدنه کې به د منځني ختیځ وروستي بدلونونه، د غزې جګړه، د دواړو هېوادونو دوه‌اړخیزې اړیکې، د سیمې امنیتي وضعیت او د ایران موضوع د بحث مهم محورونه وي.

تر اوسه د دې سفر او لیدنې کره وخت په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب