کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نتنیاهو حماس ته: که وسلې کېږدئ همدا نن هم سوله راتلی شي

که حماس خپلې وسلې کېږدي او برمته وګړي ازاد کړي؛ نو جګړه نن هم پای ته رسېدلی شي د اسرایلو لومړي وزیر بینامین نتنیاهو ویلي، که حماس غورځنګ خپلې وسلې کېږدي او برمته وګړي ازاد کړي نو جګړه همدا اوس هم پای ته رسېدای شي. نوموړي ویلي، چې هدف یې د غزې اشغال نه؛ بلکې د غزې او اسرایلو لپاره د یو نوي  راتلونکي جوړول دي. یاهو…

2025-08-21 07:52 147۱ دقیقې لوستل
نتنیاهو حماس ته: که وسلې کېږدئ همدا نن هم سوله راتلی شي

که حماس خپلې وسلې کېږدي او برمته وګړي ازاد کړي؛ نو جګړه نن هم پای ته رسېدلی شي

د اسرایلو لومړي وزیر بینامین نتنیاهو ویلي، که حماس غورځنګ خپلې وسلې کېږدي او برمته وګړي ازاد کړي نو جګړه همدا اوس هم پای ته رسېدای شي.

نوموړي ویلي، چې هدف یې د غزې اشغال نه؛ بلکې د غزې او اسرایلو لپاره د یو نوي  راتلونکي جوړول دي.

یاهو همدارنګه زیاته کړې چې دې هدف ته د رسېدو لپاره پر ځان ډېر باور لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل د حماس له لوري د اوربند لپاره د وړاندیز شوې طرحې په ارزونه بوخت دي.

سره له دې، چې حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې تل ټینګار کړی، چې تر وروستي څاڅکي وینې پورې به وجنګیږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب