کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نتنیاهو: سوریې سره د امنیتي تړون په اړه پرمختګونه شوي

کابل (کوه نور، ۳۰ سنبله ۱۴۰۴): د اسرا.یلو لومړي وزیر بنیام.ين نت.نیاهو ویلي، له سوریې سره د امنیتي تړون په اړه پرمختګونه شوي؛ خو دې تړون ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا ده. نت،نیاهو د اسرا.یلو د کابېنې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، چې د لبنان د حزب الله ډلې پر وړاندې بریا د دې لامل شوې، چې اسرایلی.ان له خپلو شمالي…

2025-09-21 11:51 210۱ دقیقې لوستل
نتنیاهو: سوریې سره د امنیتي تړون په اړه پرمختګونه شوي

کابل (کوه نور، ۳۰ سنبله ۱۴۰۴): د اسرا.یلو لومړي وزیر بنیام.ين نت.نیاهو ویلي، له سوریې سره د امنیتي تړون په اړه پرمختګونه شوي؛ خو دې تړون ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا ده.

نت،نیاهو د اسرا.یلو د کابېنې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، چې د لبنان د حزب الله ډلې پر وړاندې بریا د دې لامل شوې، چې اسرایلی.ان له خپلو شمالي ګاونډیانو سره د سولې امکان رامنځته کړي.

رویټرز خبري اژانس د یاهو له قوله ویلي، چې له س.وریې سره یې د سولې د تړون په تړاو خبرې روانې کړي؛ خو ټینګار یې کړی، چې د وروستي تړون د لاسته راوړلو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لیدل کېږي.

بل پلو د سوریې ولسمشر احمد شرع هم د چهار شنبې په ورځ ویلي و، چې له اسرایلو سره خبرې ښایې راتلونکې اوونۍ کې د یو امنیتي تړون د لاسته راوړلو په موخه پایله ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب