بنیامین نتانیاهو پر اېکس لیکلي: «زما په مشرۍ حکومت په متفقه توګه پریکړه وکړه چې د الجزیره شبکې فعالیتونه به په اسراییلو کې بند شي.»
د نتنیاهو ویاند اوفیر ګنډلمن نن وویل، دا پریکړه به "سمدلاسه پلې شي."
ګینډلمن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دالجزیره شبکې خپرونې تجهیزات به ضبط شي، د چینل خبریالانو به د کار کولو مخه ونیسي، چینل به د کیبل او سپوږمکۍ تلویزیوني شرکتونو څخه لرې شي او د الجزیرې ویب پاڼې به په انټرنیټ کې هم بندې کړي.
هغه د نتانیاهو له قوله وویل: «د الجزیرې خبریالانو د اسراییل امنیت ته زیان رسولی او د اسراییلو پوځیان یې هڅولي دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د حماس خوله له خپل هېواده وباسو.»
د بنیامین نتیاهو د پریګرې په غبرګون کې الجزیرې شبکې لا تر اوسه څه نه دې ویلي، مګر دمخه یې نتنیاهو تورن کړی و چې "سوزونکي سپکاوی" یې پیل کړی چې ټوله نړۍ کې یې د کارمندانو خوندیتوب او حقونه له خطر سره مخامخ کړي دي.
خبرياله: خاطره اکبري




