کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نتنیاهو ټرمپ سره د ليدو په موخه واشنګټن ته ورسېد

امريکايي رسنيو ويلي، د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ليدلو په موخه متحده ايالاتو ته رسېدلی دی‌.نيويارک ټايمز ويلي، د نتنیاهو الوتکه واشنګټن ته نږدې په اندروز هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.سرچینې د دغه سفر موخه غزه کې اوربند او د اسرايلي بنديانو ازادول دي.نوموړی به سبا سه شنبه ل…

2025-02-02 22:26 46۱ دقیقې لوستل
نتنیاهو ټرمپ سره د ليدو په موخه واشنګټن ته ورسېد

امريکايي رسنيو ويلي، د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ليدلو په موخه متحده ايالاتو ته رسېدلی دی‌.
نيويارک ټايمز ويلي، د نتنیاهو الوتکه واشنګټن ته نږدې په اندروز هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.
سرچینې د دغه سفر موخه غزه کې اوربند او د اسرايلي بنديانو ازادول دي.
نوموړی به سبا سه شنبه له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وويني.
د ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته دا لومړی ولسمشر دی چې متحده ايالتونو ته سفر کوي.
نتنياهو دغه سفر داسې مهال کوي چې قطر يو ځل بیا غزه کې پر اوربند ټينګار کړی او له دواړو لوريو یې غوښتي چې د دغه هېواد په منځګړيتوب د مذاکراتو بل پړاو هم پيل کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب