کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نت.ن.یاه.و: د ایران مسله په دقت څارو؛ خو د مستقیمې مداخلې نیت نه لرو

ڪابل (ڪوه نور، ۲۲ جدي ۱۴۰۴): د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، دوی په ایران کې د پراخو لاریونونو وضعیت "په دقت" څاري؛ خو د مستقیمې مداخلې کوم پلان نه لري. د "تایمز آف اسراییل" ورځپاڼې د راپور له مخې، نتانیاهو د یکشنبې په شپه، د جنورۍ په ۱۱مه، د کابینې په اوونیزه ناسته کې د ایران د ملکي وګړو وژل کېدل غندلي او…

2026-01-11 22:56 35۱ دقیقې لوستل
نت.ن.یاه.و: د ایران مسله په دقت څارو؛ خو د مستقیمې مداخلې نیت نه لرو

ڪابل (ڪوه نور، ۲۲ جدي ۱۴۰۴): د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، دوی په ایران کې د پراخو لاریونونو وضعیت "په دقت" څاري؛ خو د مستقیمې مداخلې کوم پلان نه لري.

د "تایمز آف اسراییل" ورځپاڼې د راپور له مخې، نتانیاهو د یکشنبې په شپه، د جنورۍ په ۱۱مه، د کابینې په اوونیزه ناسته کې د ایران د ملکي وګړو وژل کېدل غندلي او د ایرانیانو زړورتیا یې ستایلې ده.

راپور زیاتوي، یو اسراییلي چارواکي ویلي، نتانیاهو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې شپې په خبرو کې د ایران په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

د اسراییلو پوځ هم ویلي، سره له دې چې لاریونونه د ایران کورنۍ مسأله ده؛ خو که اړتیا پېښه شي د "پیاوړي غبرګون" لپاره چمتو دی.

په ایران کې دا پراخ لاریونونه، چې څو ورځې وړاندې پیل شوې، نړۍوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

باید وویل شي، چې دا لاریونونه لومړی د اقتصادي ستونزو او د نرخونو د لوړوالي له امله پیل شول؛ خو ورو ورو یې د اسلامي جمهوري نظام پر ضد د یو مخالفت بڼه غوره کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب