۳۱ کلنه آصفه بوټو زرداري چې د پاکستان د اوسني ولسمشر آصف علي زرداري او د هغه د وژل شوې مېرمن بېنظير بوټو لور ده؛ ويل کېږي د پاکستان د لومړۍ مېرمن څوکۍ به خپله کړي.
تراوسه په دې اړه کوم رسمي اعلان نه دی شوی، خو داسې خبرې روانې دي چې پاکستان به په دې اړه له نوې بېلګې سره مخ شي.
وروسته له هغې چې د مارچ په ۱۰ مه ۶۸ کلن اصف علي زرداري د لوړې مراسم ترسره کړل او د هغې ياده لور ورسره مله وه، اوس ويل کېږي چې د هېواد لومړۍ مېرمن چې معمولاً د ولسمشر مېرمن ته دا لقب ورکول کېږي، اصف زرداري به خپله لور د هېواد لومړۍ مېرمن وټاکي.
د ډانډاټکام د راپور له مخې، پاکستان کې د لومړۍ مېرمنې څوکۍ د زرداري د لومړي ځل واکمنۍ له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې خالي وه او له هغې مخکې د پاکستان د درېيم ولسشمر جنرال یحیی خان قضيه هم همداسې وه.
په ۱۹۹۳ فبرورۍ کې زېږېدلې آصفه بوټو زرداري د آصف علي زرداري او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو چې په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شوه، تر ټولو کشره لور ده.ه
هغېپه تېرو انتخاباتو کې چې د فبرورۍ په اتمه ترسره شوه، د پېپلز ګوند په انتخاباتي کمپاين کې فعاله ونډه درلوده.
کله چې هغه د لوړې مراسمو کې د خپل پلار ترڅنګ وليدل شوه، د هغې مشرې خور بختاور زرداري پر خپله اېکسپاڼه چې آصفه يې ټګ کړې وه، وليکل: " د ولسمشر زرداري د محکمې په ټولو ناستو کې له شتون څخه نيولې، د هغه د جيل څخه د خلاصون تر هڅو پورې او اوس د هغه له لورې د لومړۍ مېرمنې په توګه".




