نږدې ۳۰ هېوادونو ایران ته د هرمز تنګي د پرانېستلو وړاندیز کړی
د راپورونو له مخې د نړۍ شاوخوا دېرشو هېوادونو ایران ته وړاندیز کړی، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو لپاره له دوی سره دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک کړي؛ خو ایران بیا ویلي، چې دا تنګی يې یوازې د خپلو دښمنانو پر وړاندې تړلی دی. د ایراني چارواکو په وینا، له جګړې وروسته به د هرمز تنګي لپاره نوې تګلاره اعلان شي،…
2026-03-15 06:08 351۱ دقیقې لوستل
د راپورونو له مخې د نړۍ شاوخوا دېرشو هېوادونو ایران ته وړاندیز کړی، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو لپاره له دوی سره دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک کړي؛ خو ایران بیا ویلي، چې دا تنګی يې یوازې د خپلو دښمنانو پر وړاندې تړلی دی.
د ایراني چارواکو په وینا، له جګړې وروسته به د هرمز تنګي لپاره نوې تګلاره اعلان شي، چې له مخې به یوازې هغو بېړیو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د امریکایي ډالرو پر ځای چیني یوان کاروي.
د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله د تیلو بیې په نړیوالو بازارونو کې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.