کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نیکولاس مادورو او مېرمن یې نن د نیویارک محکمې ته وړاندې کېږي

خبرياله: نازو عمري  د وینزویلا پخوانی ولسشمر نیکولاس مادورو او مېرمن یې سیلیا فلورېس، چې د امریکا له خوا د نشه یي توکو پر قاچاق او د ترهګرۍ په تور تورن شوي، نن د نیویارک یوې فدرالي محکمې ته وړاندې کېږي. د راپورونو له مخې، دوی د شنبې په ورځ د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې ونیول شول،…

2026-01-05 02:36 131۱ دقیقې لوستل
نیکولاس مادورو او مېرمن یې نن د نیویارک محکمې ته وړاندې کېږي

خبرياله: نازو عمري 

د وینزویلا پخوانی ولسشمر نیکولاس مادورو او مېرمن یې سیلیا فلورېس، چې د امریکا له خوا د نشه یي توکو پر قاچاق او د ترهګرۍ په تور تورن شوي، نن د نیویارک یوې فدرالي محکمې ته وړاندې کېږي.

د راپورونو له مخې، دوی د شنبې په ورځ د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې ونیول شول، چې اوس په نیویارک ښار کې د سختو امنیتي تدابیرو ترڅار لاندې دي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که د وینزویلا موقتي مشره دلسي رودریګز او نور چارواکي له امریکا سره همکاري و نه کړي، نو "درنه سزا" به وويني.

 ټرمپ دا څرګندونې، داسې مهال کوي چې رودریګز د امریکایي عملیاتو غندنه کړې وه او ویلي وو ، چې دا دملګرو ملتونو له منشوره ښکاره سرغړونه ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب