کابل (کوه نور، ۱۹ سنبله ۱۴۰۴): د نیپال د روغتیا وزارت نن خبر ورکړی، چې یاد هېواد کې د وروستیو لاریونونو له امله د وژل شویو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لاریونو کې د ۲۵ تنو پر وژل کېدو سربېره ۶۳۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
نیپالي سرتېرو له نن سهار راهیسې د دې هېواد په پلازمېنې کتمندو کې ټول سرکونه تړلي او خلکو ته يې په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی دی.
اسوشېټېډ پرېس اژانس راپور ورکړی، دا اقدام وروسته له هغه وشو، چې په کتمندو کې لسګونه زره خلکو د فساد پر ضد لاریونونه پیل کړل.
د یاد اژانس راپور زیاتوي، نیپال کې وګړي د ټولنیزو رسنیو د کاره له غورځېدو وروسته لا ډېر غوسه شول او دولتي ودانیو ته یې اور واچاوه.
راپور کې راغلي، دغه رسنۍ د نیپال د لومړي وزیر شرما اولي په امر وروسته له هغې بیرته فعالې شوې، چې پولیسو د پارلمان مخې ته د راټولو شویو لاریون کوونکو د خورولو په موخه له اوښکې بهونکي ګاز او ربړي مرمۍ وکارولې.
باید وویل شي، چې د دې لاریونونو له امله د نیپال لومړی وزیر وتښتېد او لاریون کوونکو د دې هېواد د پارلمان ودانۍ ته اور واچاوه.




