وروسته له هغه چې روهيت شرما د ۲۰۲۴ نړۍوال جام له ګټلو وروسته له شل اوريزه لوبو تقاعد اعلان کړ، د هند کرکټ بورډ د دغه هېواد ملي لوبډلې ټول چاری لوبغاړی هارديک پانډيا د شل اووريز فارمټ د کپتان په توګه وټاکه.
هارديک تر دې وړاندې د هند غوره لیګ کې د ګجرات او ممبی اينډينز لپاره هم لوبډلمشري کړې.
دېرش کلن هارديک په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې زېږېدلی دی او له کورني کرکټ يې ملي لوبډلې ته لار موندلې ده.
نوموړی ښي لاس ميډيم تېز توپ اچوونکی او همداراز ښي لاسه توپ وهونکی هم دی.
دی به په يو ورځنيو لوبو کې د نايب کپتان په توګه هم دنده ولري.
د يادونې وړ ده چې ياد هېواد بيا پخوانی هندی توپ وهونکي ګاتم ګمبير د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکلی دی.
تر ګمبير وړاندې ياده دنده راهول ډيويډ مخ ته وړله.
ګاتم ګمبير د هند غوره لیګ کې د کلکته نايت رايډرز لپاره هم د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.




