کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هالنډ: د امریکا سره دنشه یې توکو پر ضد ګډو عملیاتو کې خپله ونډه راکموو

  د هالنډ دفاع وزیر روبن بریکیملنز خبر ورکړی، چې د کارابین سمندرګي سیمه کې د امریکا په مشرۍ د نشه‌يي توکو پر ضد عملیاتو کې خپله ونډه راکموي. بریکیملنز زیاتوې، هالنډ دا پرېکړه د هغو امریکایي پوځي بریدونو له امله کوي، چې د لاتینې امریکا څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور بریدونه په نورو بېړیو ترسره کېږي او د…

2026-01-07 05:01 129۱ دقیقې لوستل
هالنډ: د امریکا سره دنشه یې توکو پر ضد ګډو عملیاتو کې خپله ونډه راکموو

 

د هالنډ دفاع وزیر روبن بریکیملنز خبر ورکړی، چې د کارابین سمندرګي سیمه کې د امریکا په مشرۍ د نشه‌يي توکو پر ضد عملیاتو کې خپله ونډه راکموي.

بریکیملنز زیاتوې، هالنډ دا پرېکړه د هغو امریکایي پوځي بریدونو له امله کوي، چې د لاتینې امریکا څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور بریدونه په نورو بېړیو ترسره کېږي او د مرګ‌ژوبلې شمېر یې زیات شوی دی.

نوموړي ویلي، د هالنډ سمندري ځواک به د نشه‌يي توکو مخنیوی یوازې په خپلو ارضي اوبو کې کوي او خپلې سمندري «دایمي بېړۍ» به د هغو عملیاتو لپاره نه کاروي چې د امریکا د Operation Southern Spear سره تړاو لري.

بریکیلمنز همداراز ویلي، هالنډ د کلونو راهیسې له امریکایانو سره د نشه‌يي توکو پر ضد کار کړی، نور غواړي خپله لاره بدله کړي.

 د سرچینې پر وینا، هالنډ د نشه‌يي توکو قاچاق ضد عملیاتو ته دوام ورکوي او مسؤل کسان به نیسي او محاکمه کوي به یې؛ نه دا چې پر بېړیو ډزې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، هالنډ به نور د واشنګټن  د Southern Spear د عملیاتو لپاره هېڅ ډول اسانتیاوې، چورلکې یا نور ملاتړ برابر نه کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب