د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان ويلي، د ټرمپ له لوري د جوړې شوې د غزې د سولې او بیا رغونې شورا غړي هېوادونه ښايي تر ۳۰ پورې ورسېږي.
نوموړي په يوه مرکه کې ويلي، تراوسه ۱۹ هېوادونه له دغې شورا سره يوځای شوي او ځيني هېوادونه لا هم دغه شورا کې د يو ځای کېدو په موخه وخت ته اړتيا لري.
نوموړي همداراز ويلي، هېواد يې د فلسطين په تړاو د قزاقستان، ازبکستان، اذربایجان او ځينو نورو هېوادونو سره په ګډه هڅې کوي.
همدې حال کې بیا ټرمپ ويلي، د سولې شورا کې به د غړو هېوادونو شمېر ۵۰ ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې ټرمپ ويلي، هر هغه هېواد چې له دغې شورا سره يو ځای نشي؛ نو تعرفې به پرې ولګوي.




