کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هسپانیا کې د اګست میاشتې ۱۵ ورځنۍ ګرمه څپه تر ټولو زوروره بلل شوې

کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴): هسپانیا کې روانې اګست میاشت کې د ګرمۍ ۱۶ ورځنۍ څپه د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بې ساري ګرمه څپه بلل شوې ده. د دې هېواد د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، د ګرمۍ دا څپه، چې د روانې اګست میاشتې له ۳-۱۸ تاریخه یې دوام کړی د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې د ګرمۍ ریکارډ یې مات کړی دی. د دې ادارې د…

2025-08-24 23:07 284۱ دقیقې لوستل
هسپانیا کې د اګست میاشتې ۱۵ ورځنۍ ګرمه څپه تر ټولو زوروره بلل شوې

کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴): 
هسپانیا کې روانې اګست میاشت کې د ګرمۍ ۱۶ ورځنۍ څپه د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بې ساري ګرمه څپه بلل شوې ده.

د دې هېواد د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، د ګرمۍ دا څپه، چې د روانې اګست میاشتې له ۳-۱۸ تاریخه یې دوام کړی د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې د ګرمۍ ریکارډ یې مات کړی دی.

د دې ادارې د مالوماتو له مخې، د دې ګرمۍ اندازه د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې په پرتله په اوسط ډول ۴,۶ درجې سلېس لوړه وه.

د راپورونو په اساس هسپانیا کې د ګرمۍ له دې څپې سره سم وچکالي او اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د کارلوس په نوم د یوه روغتیایې بنسټ پر وینا، د دې ګرمې څپې له امله له ۱۱ ډېرې د وژنو پېښې ثبت شوې دي.

باید وویل شي، چې هسپانیا کې له ۱۹۷۵ کال راپه دېخوا د ګرمۍ ۷۷ څپې ثبت شوې دي، چې په دې کې تر ټولو قوي پنځه څپې یې له ۲۰۱۹ کال راهیسې ثبت شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب