کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هندي چارواکو ویلي چې د تېرو اوونیو په بریدونو کې یې له سلو ډېر وسله وال وژلي

د هندي پوځ د عملیاتو مشر قومندان جندرال راجیوګي ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې یې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې کشمير او ددغه هېواد په داخل کې د عملیاتو پر مهال له ۱۰۰ ډېر وسله وال او د هغوئ مهم مشرانوژل شوي دي. نوموړي په یوه خبري غونډه کې ویلي موږ پاکستان کې  وسله وال ځواکونه په منظم ډول له برید سره مخ کړل او ن…

2025-05-12 00:04 102۲ دقیقې لوستل
هندي چارواکو ویلي چې د تېرو اوونیو په بریدونو کې یې له سلو ډېر وسله وال وژلي

د هندي پوځ د عملیاتو مشر قومندان جندرال راجیوګي ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې یې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې کشمير او ددغه هېواد په داخل کې د عملیاتو پر مهال له ۱۰۰ ډېر وسله وال او د هغوئ مهم مشرانوژل شوي دي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې ویلي موږ پاکستان کې  وسله وال ځواکونه په منظم ډول له برید سره مخ کړل او نوموړي همداراز زیاته کړې چې د پاکستان غبرګون غیرمنظم او ګډوډ و.

د هغه پر وینا دغه ډله په هند کې د مهمو ترهګریزو بریدونو او د کشمیر د مسلې تر شا لاس لري.

اسوشیټیډ خبري اژانس د جیوګي له قوله راپور ورکړی چې د هند ځواکونو په پاکستان کې د وسله والو نهه تاسیسات او هغوی ته د روزنې ورکولو مرکزونه په نښه کړي چې پکې د لشکر طیبه ډلې مرکزونه هم شامل وو.

د دغه اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپکو وسلو ډزې، توپچې بریدونه، توغندي او ډرون بریدونه ترسره شول چې له امله یې لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند جندرال احمد شریف هم په یوه خبرې غونډه کې خبر ورکړی چې هېواد یې د هند د چهار شنبې توغندیزو بریدونو په ځواب کې د یاد هېواد مجموعي ۲۶ پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د دغه دواړو هېوادونو له لوري له خبرو کولو وروسته د اوربند هوکړه لاسلیک شوه چې د تېرو څو لسیزو راپه دېخوا تر ټولو جدي جګړې ته یې د پای ټکی کېښود.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب