هندي کشمير کې پر سېلانیانو د برید له امله ۲۴ سېلانیان وژل شوي
د راپورونو په اساس پرون ورځ(سه شنبه، د ثور دویمه) د وسله والو کسانو له لوري د هند تر ولکې لاندې کشمير سیمه کې پر سېلانیانو برید شوی چې پکې ۲۴ تنو سېلانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه برید په روان کال کې پر ملکي وګړو تر ټولو خونړی برید بلل شوی چې پکې ۲۴ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د هند لومړي وزیرنریندرا مو…
2025-04-22 20:10 31۱ دقیقې لوستل
د راپورونو په اساس پرون ورځ(سه شنبه، د ثور دویمه) د وسله والو کسانو له لوري د هند تر ولکې لاندې کشمير سیمه کې پر سېلانیانو برید شوی چې پکې ۲۴ تنو سېلانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه برید په روان کال کې پر ملکي وګړو تر ټولو خونړی برید بلل شوی چې پکې ۲۴ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د هند لومړي وزیرنریندرا مودي په داسې حال کې چې سعودي عربستان ته په سفر کولو مصروف دی یاد برید یو ناوړه عمل بللی او ژمنه یې کړې چې عاملین به يې د انصاف محکمې ته حاضروي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.