د هند د ګجرات ایالت چارواکو ویلي ډېر احتمال شته چې د ایر انډیا هغه الوتکه چې مسافر یې انتقالول او په احمد اباد کې غورځېدلې وه ټول مسافر پکې وژل شوي وي.
د احمد اباد پولیسو دا خبره هم کړې چې ښایې په دغه پېښه کې یو شمېر ځایې اوسېدونکي هم د دې له امله وژل شوي وي چې دغه الوتکه د استوګنې پر کورونو را غورځېدلې ده.
د دغه سیمې د پولیسو قومندان جې ایس ملک ویلي« داسې ښکاري چې په دې پېښه کې څوک ژوندی نه وي پاتې شوی. الوتکه د دفترونو ترڅنګ په یوه استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې او کېدای شي چې ځیني اوسېدونکي هم وژل شوي وي.»
احمد اباد چې له پنځه میلیونو ډېر نفوس لرونکي سیمه ده د ګجرات تر ټولو لوی ښار بلل کېږي او همدارنګه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي اصلي ټاټوبی هم دی.
دغه الوتکه چې له هنده لندن ته پر لار وه او پکې ۲۴۲ تنه مسافر سپاره وو خو څو شېبې وروسته دغه پېښه رامنځته شوې او الوتکه نسکوره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د الوتکې د نسکورېدلو علت تر اوسه نه دی مالوم شوی خو د ایر انډیا او هوایې چلند چارواکو د Al171 پرواز پېښه "یوه جدي پېښه" بللې او تر اوسه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.




