خبريال: صابر احمدزی
هند او پاکستان د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۴مه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو دوهاړخیزو تړونونو له مخې، یو له بل سره د اټومي تاسیساتو او بنديانو نوملړونه تبادله کړلي دي.
دا د مې ۲۰۲۵ راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی رسمي تعامل بلل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، اسلاماباد د هند سفارت ته د ۲۵۷ هندي بنديانو نوملړ وسپاره، چې پکې ۵۸ ملکیان او ۱۹۹ کب نيوونکي شامل دي.
هاخوا بيا هند هم په بدل کې، پاکستان ته د هغو پاکستاني بنديانو نوملړ ورکړ چې د هند په زندانونو کې دي.
همداراز، دواړو هېوادونو د خپلمنځي تړون له مخې د اټومي تاسیساتو لېستونه هم تبادله کړل، څو د ناڅاپي برید یا غلط فهمۍ مخه ونیول شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په هندي زندانونو کې ۳۹۱ ملکي پاکستانیان او ۳۳ کب نيوونکي ساتل کېږي، چې نوملړ یې پاکستان ته سپارل شوی دی.
دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په ډاکه کې د پاکستان د ملي اسمبلۍ له مشر سردار ایاز صادق سره ولیدل.
دا لیدنه د بنګلهدېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالدې ضیا د جنازې پر مهال ترسره شوه.
دا تبادله په داسې حال کې کېږي چې د هند او پاکستان اړیکې د کشمیر پر سر د مې ۲۰۲۵ څلور ورځنیو نښتو وروسته سختې ترینګلې شوې دي، جګړه کې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې او ډیپلوماتیکې اړیکې محدودې شوې دي.
سره له دې ګامونو، لا هم د کشمیر مسئله، د سرحدي تاوتریخوالي، ترهګرۍ او د اوبو شخړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سولې پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.




