کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند او چین له‌ اوږدې مودې وروسته بېرته د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلوي

هند او چین هومره کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له پنځه کلونو وروسته مسافر وړونکو الوتکو خدمات په مستقیمه توګه پیل کړي. دغه خدمات د کرونا وبا پر مهال ودرېدل او د بېجنګ او ډهلي ترمنځ د اړيکو له خرابېدو ورسته بیا پیل نشول. د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ياده هوکړه يې له چين سره کړې چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ…

2025-01-28 00:49 90۱ دقیقې لوستل
هند او چین له‌ اوږدې مودې وروسته بېرته د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلوي

هند او چین هومره کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له پنځه کلونو وروسته مسافر وړونکو الوتکو خدمات په مستقیمه توګه پیل کړي.

دغه خدمات د کرونا وبا پر مهال ودرېدل او د بېجنګ او ډهلي ترمنځ د اړيکو له خرابېدو ورسته بیا پیل نشول.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ياده هوکړه يې له چين سره کړې چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.

سرچینې ويلي، د دواړو هېوادونو تخنيکي ډلې به په نږدې راتلونکي کې په دې اړه ناسته هم وکړي‌.

د هندي رسنیو د راپورنو له مخې، له کرونا وبا وړانډې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مياشتې ۵۰۰ مستقیمې الوتنې ترسره کېدې.

بايد ياده شي چې د چین د بهرنیوچارو وزارت هم له هند سره د اړيکو پياوړتيا د دواړو هېوادونو له اساسي ګټو بللې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب