د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې یاد هېواد د افغانانو لپاره د بېړنیو وېزو پر ځای د وېزو ورکولو نوی سیستم جوړ کړی دی.
د یاد وزارت ویاند ویلي د افغانانو لپاره د وېزو نوی سیستم د روان کال د اپرېل میاشتې په ۲۹ تاریخ جوړ شوی چې پکې څو ځانګړې برخې لکه د ناروغانو درملنې، سوداګرۍ، زده کړو او د ملګرو ملتونو ډیپلوماتیکې وېزې شاملې دې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډ هېر جېساوال پخپلو خبرو کې ویلي «موږ اوس د افغانانو لپاره د وېزې یو نوی سیسټم لرو. دا سیسټم زما په اند له تېرو میاشتې راهیسې فعال شوی دی. زموږ پخوانی پروګرام چې د «بیړنۍ متفرقه بريښنایي وېزې» په نوم یادېده، لغوه شوی او اوس د افغانانو لپاره یو نوی سیسټم فعال شوی چې د اپریل له ۲۹مې، یعنې له تېرې میاشتې راهیسې عملي شوی دی.
اوس د افغانستان ټول وګړي کولای شي د شپږ ډوله وېزو غوښتنه وکړي چې طبي وېزه، د ناروغ د ملګري وېزه، سوداګریز وېزه، د داخلېدو وېزه، د زده کړو وېزه او د ملګرو ملتونو ډیپلوماټیکه ویزه پکې راځي.»
له دې وړاندې یاد هېواد د افغانانو لپاره په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط سره د افغانانو د کډوالۍ له زور اخیستلو سره د دوی د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د لنډ وخت لپاره د وېزو بېړنی سیستم معرفي کړی وو.
باید وویل شي چې هند د سرپرست حکومت له واک ته رسېدلو سره د افغانانو لپاره د وېزو ورکول بند کړي وو.




