وروسته له هغې چې ټرمپ پر هند د تعرفو لوړولو ګواښ وکړ، هند د ټرمپ دغه ګواښونه غیر عادلانه وبلل او اعلان یې کړی چې له خپلو اقتصادي ګټو نه په شا کيږي.
ټرمپ تېره ورځ پر خپله ټولنيزه رسنۍ وليکل چې هند له روسيې نه يوازې نفت اخلي، بلکې دغه نفت په ازاد بازار کې په لوړ قيمت پلوري.
نوموړي هند تورن کړ چې اوکراين کې د وژل کېدونکو کسانو پروا نکوي، نو له همدې امله پرې تعرفې لوړوي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند د ټرمپ دغه څرګندونې بې اساسه او غير عادلانه بللې او زياته کړې يې ده چې د خپل هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره به هر اړين اقدام وکړي.
نوموړي همداراز پر امريکا نيوکه کړې چې خپله له مسکو سره مستقیم تجارت کوي، خو پر هند تعرفې لوړوي.
د معلوماتو له مخې، هند په ورځني ډول له روسيې ۱.۷۵ ميليونه بوشکې تېل اخلي، چې دغه اندازه د تېر زيږديز کال په پرتله يو فيصد ډېروالی ښيي.
همدې حال کې بيا ځينو هندي سرچينو رويټرز ته ويلي، نوې ډهلې پلان نلري چې له روسيې د تېلو واردات بند کړي.
ورته مهال د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، هند له دې امله له روسیې تېل اخلي چې تېلو ډېری عرضه کوونکو هېوادونو خپل تېل اروپا ته ولېږدول.
ټرمپ له دې وړاندې د هند په شمول د برېکس سازمان هېوادونه له روسيې سره د اړيکو په موخه پر لوړو تعرفو لګولو ګواښلي وو.
ياده دې وي چې ټرمپ هر هند له ۲۵ سلنه تعرفې لګولو وروسته د نورو تعرفو لوړولو اقدام نهدی کړی، خو ګواښ یې کړی دی.




