کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند پاکستاني وګړو ته په ۴۸ ساعتونو کې د هندي کشمیر سیمې د پرېښودلو امر کړی

د راپورونو په اساس هندي چارواکو د یاد هېواد تر واکې لاندې کشمير سیمه کې پاکستاني وګړو ته د یادې سیمې د پرېښودلو امر کړی دی. په راپورنو کې راغلي هندي چارواکو دغه پرېکړه په یاده سیمه کې پر سېلانیانو د برید کولو څخه وروسته کړې ده. په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د کم رنګه کېدو خ…

2025-04-23 08:38 133۱ دقیقې لوستل
هند پاکستاني وګړو ته په ۴۸ ساعتونو کې د هندي کشمیر سیمې د پرېښودلو امر کړی

د راپورونو په اساس هندي چارواکو د یاد هېواد تر واکې لاندې کشمير سیمه کې پاکستاني وګړو ته د یادې سیمې د پرېښودلو امر کړی دی.

په راپورنو کې راغلي هندي چارواکو دغه پرېکړه په یاده سیمه کې پر سېلانیانو د برید کولو څخه وروسته کړې ده.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د کم رنګه کېدو خبر هم ورکړی دی.

باید وویل شي چې د هند او پاکستان هېوادونو تر منځ اړیکې هغه مهال نازکې شوې چې پرون د هند تر ولکې لاندې کشمیر سیمه کې د برید له امله ۲۶ تنه سېلانیان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب