کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند: پاکستان سره مو د نښتې پر مهال د دغه هېواد پنځه جيټ الوتکې راغورځولې

 د هند هوايي ځواک ويلي، پاکستان سره يې د نښتې پر مهال د ياد هېواد پنځه جنګي جيټ الوتکې را غورځولي دي. دغه څرګندونې د هند د هوايي ځواک مشر اې‌پي‌ سېنګ د هند بنګلور ښار کې د يوې ناستې پر مهال کړي دي. نوموړي دغه راز ويلي، پر پنځه جيټ الوتکو سربېره يې يوه لويه الوتکه هم له منځه وړې ده. هغه ويلي، دغه الوتکه د…

2025-08-09 05:20 159۱ دقیقې لوستل
هند: پاکستان سره مو د نښتې پر مهال د دغه هېواد پنځه جيټ الوتکې راغورځولې

 د هند هوايي ځواک ويلي، پاکستان سره يې د نښتې پر مهال د ياد هېواد پنځه جنګي جيټ الوتکې را غورځولي دي.

دغه څرګندونې د هند د هوايي ځواک مشر اې‌پي‌ سېنګ د هند بنګلور ښار کې د يوې ناستې پر مهال کړي دي.

نوموړي دغه راز ويلي، پر پنځه جيټ الوتکو سربېره يې يوه لويه الوتکه هم له منځه وړې ده.

هغه ويلي، دغه الوتکه د خبرتيا او کنټرول په موخه کارول کېده.

سينګ دغه راز ويلي، د پاکستان پر هوايي هډو يې د روسيې جوړ S- 400 توغنديو څخه کار اخيستی دی.

نوموړي همداراز ادعا کړې ده چې د پاکستان هوايي اډو کې یې امريکايي F-16 جيټ هم زيانمنې کړې دي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف هم يوه تلويزوني مرکه کې ادعا کړې وه چې د هند درې الوتکې يې له منځه وړي دي.

ياده دې وي چې پاکستان تراوسه د هند د دغه جګپوړي پوځي چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب