کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند: پاکستان هڅه کوي، چې د تورونو په لګولو سره خپله ناکامي پټه کړي

خبرياله: نازو عمري  د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هند د بلوچستان په بریدونو کې لاس لري. د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، ویلي چې پاکستان هڅه کوي؛ د دغو تورونو په وسیله خپله ناکامي پټه کړي. جیسوال ټینګار کړی، پاکستان باید د بې‌ځایه تورونو پر ځای د بلوچستان د خلکو غوښت…

2026-02-02 02:45 393۱ دقیقې لوستل
هند: پاکستان هڅه کوي، چې د تورونو په لګولو سره خپله ناکامي پټه کړي

خبرياله: نازو عمري 

د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هند د بلوچستان په بریدونو کې لاس لري.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، ویلي چې پاکستان هڅه کوي؛ د دغو تورونو په وسیله خپله ناکامي پټه کړي.

جیسوال ټینګار کړی، پاکستان باید د بې‌ځایه تورونو پر ځای د بلوچستان د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

تردې مخکې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو، چې هند د بلوچستان په بریدونو کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې وړمه ورځ پلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په دولسو سیمو کې پر پوځیانو بریدونه کړي چې ٨٤ تنه يې وژل دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب