کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په یوه مسافر وړونکي بس کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دا پېښه نن پنج شنبه، د ډسمبر په ۲۵مه د هندوستان په سويل کې د چیتردورګا ولسوالۍ د ګورلاتو په سیمه کې رامنځته شوې ده. راپور زیاتوي، اورلګېدنه هغه مهال رامنځته شوې، چ…

2025-12-24 23:31 151۱ دقیقې لوستل
هند کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په یوه مسافر وړونکي بس کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دا پېښه نن پنج شنبه، د ډسمبر په ۲۵مه د هندوستان په سويل کې د چیتردورګا ولسوالۍ د ګورلاتو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

راپور زیاتوي، اورلګېدنه هغه مهال رامنځته شوې، چې یو بار وړونکی موټر له دغه بس سره وجنګېد.

ویل شوي چې دا یو «بستر دار» بس و او مسافر پکې بند پاتې شوي وو.

پولیسو ویلي، ځیني ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او ښایې، چې د مړو شمېر لا زیات شي.

د یادونې وړ ده، چې هندوستان سږ کال د دا ډول څو خونړیو ترافیکي پېښو شاهد و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب