کابل (کوه نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): د هند د "هېماچل پردېش" د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیریت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۵ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شوو وګړو شمېر ۱۰۶ ته پورته شوی دی.
دې ادارې نن ورځ "چهارشنبه، د سرطان ۲۵مه" خبر ورکړی چې دا شمېر مړه شوي وګړي د سختو بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښوېیدنې او توندو بادونو له امله په رامنځته شوو ټرافیکي پېښو مړه شوي دي.
یادې ادارې همداراز لیکلي، د دې ورښتونو له امله له ۲۹۰ ډېر کورونه هم وران شوي دي.
په همدې حال کې د پېښو سره د مبارزې ادارې ځایې مسوولانو په راتلونکو دوه ورځو کې د سختو ورښتونو په اړه خبر ورکړی دی او د احتیاطي تدابیرو نیولو غوښتنه یې کړې ده.




