د هندي رسنیو د خبر له مخې، د شنبې په ورځ د هند په لویدیځ ګجرات ایالت کې د یوې ودانې د نړېدو له امله لږ تر لږه اوه کسان مړه شوي او ګڼ نور تر ودانۍ لاندې شوي دي.
له بیړنیو پېښو سره د مبارزې ځواک مسوول بابولال یاداف ویلی، دغه پنځه پوړیزه ودانۍ د شنبې په ماسپښین د سورت په ښار کې ونړېده.
د سورت ښار د پولیسو مرستیال کمشنر راجیش پرمار په خبره، تر اوسه معلومه نهده چې څومره خلک لا هم تر ودانۍ لاندې پاتې دي.
د نوموړی په وینا، د پلټنې په ترڅ کې یې تر دا مهال یوه ښځه ژغورلې ده.
سرچینه زیاتوي، د ودانۍ د نړیدو علت تر دا مهال نه ده په ډاګه شوی.




