د هند د کرالا ايالت ځايي مسوولانو ويلي په دغه ايالت کې د ځمکې ښويېدو له امله د مړو شويو شمېر ۱۶۷ تنو رسېدلی دی.
د رويټرز د راپور له مخې، نږدې زر تنه له دغې ځمکښویېدنې ژغورل شوي او ۲۲۶ تنه نور نادرک دي.
د راپورنو له مخې، په دغه پېښه کې ۱۹۵ تنه ټپيان شوي هم دي.
د هندي رسنيو د معلوماتو له مخې، دغه پیښه د سختو ورښتونو له امله رامنځته شوې ده.
ورته مهال بيا د هند پوځ ويلي، د زرګونه کسانو د ژغورلو تر څنګ يی په سيمه کې د هغه پل د رغولو چارې هم پيل کړي چې د ځمکې ښويېدو له امله ويجاړ شوی وو.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د ورښتونو له امله په ډېری سیمو کې د ځمکې ښويېدو پېښې رامنځته شوي دي.




